د پکتيکا ولايت مرکز شرنه کې نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت مرکز شرنه کې د نېزې وهنې فدراسیون له لوري د "نېک محمد او هاشم" لوبډلو ترمنځ د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د "نېک محمد لوبډلې د هاشم" لوبډلې ته ماتې ورکړه او يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.