د آشي هاراکاراته د ملي سیالیو پنځلسم پړاو نن په کابل کې پیل شو

Afzal-af
Sat, Oct 29 2022 2:15 PM
د آشي هاراکاراته د ملي سیالیو پنځلسم پړاو نن په کابل کې پیل شو

په دې سیالیو کې له دیارلس ۱۳ ولایتونو نږدې ۳۰۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ملي ټیم کې د غړیتوب لپاره به اووه ورځې دوام وکړي.

د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس نظر محمد مطمین له ولایتونو څخه په پلازمېنه کابل کې د ورزشکارانو په راتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه:

تاسې ورزشکاران، چې اکثر یې متعلمین یا محصلان هم یئ ، بېرته له تګ وروسته په ولایتونو کې ځوانان ورزش ته تشویق کړئ، نننۍ ستاسې د "الله اکبر " نعرې له هیواد او خاورې څخه د دفاع په خاطر ستاسې د عزم او ارادې ښکارندوي کوي، دا هغه نعرې دي، چې زموږ د ملت له حنجرو راووتلې او سترځواکونه یې را وپرزول. له ښه مرغه دا نعرې نن ستاسې له ستونو راوتللې، دا عبادت او توحید پرستۍ ته ستاسې د ارادو نماینده ګي کوي.

همدا ډول د المپيک ملي کمېټې رئیس د آشي هاراکاراته فدراسیون رئیس ته دنده وسپارله، چې د سیالیو له ختمېدو وروسته ورزشکارانو ته د پلازمېنې کابل له تاریخي او فرهنګي ځایونو د لیدنې زمینه مساعده کړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS