د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تکواندو نمايشات او سیالۍ وشوې

Afzal-af
Thu, Sep 22 2022 4:57 AM
ولسوالی حصارک ولایت ننگرهار میزبان نمایشات و مسابقات تکواندو بود۔

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست تر چتر لاندې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د تکواندو د حصارک غلجايي د مرکزي اکاډمۍ د دوو کلبونو ترمنځ ترسره شوې د تکواندو سیالۍ او نمايشات ترسره شول.

په دې نمايشاتو او سیاليو کې د حصارک د غلجايي دوو کلبونو د ورزشکارانو له لوري د بېلابېلو نمايشاتو ترڅنګ ۱۲ تشویقي سیالۍ هم ترسره شوې.

په دې سیاليو او نمايشاتو کې ورزشکارانو ته وروښودل شول چې ورزشکاران باید په سیالیو کې کومو ټکو ته پام وکړي.

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ رئيس عبدالسلام وزیروال وویل، په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې دا ډول سیالۍ یو ستر ګام دی او موږ هڅه کوو چې ډېره توجه مو لرې پرتو ولسوالیو ته وي او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړو.

یاده دې وي چې راتلونکې جمعه د ننګرهار ولایت د انتخابي لوبډلې په موخه سیالۍ کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS