فارياب; د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام کې یوه لوبه ترسره شوه

Afzal-af
Wed, Jun 29 2022 12:31 PM
فارياب; د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام کې یوه لوبه ترسره شوه

د فوټبال غوره ليګ سيالۍ چې د چنګاښ په شپږمه په دغه ولايت کې د يوولسو غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، پرون يې يوې لوبې سره دوام وموند.

په دې لوبه کې د سرسبز یاشلر ټیم وکولای شول چې د آرین لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړي او د دې لوبې درې بشپړ امتیازونه ترلاسه کړي، د سرسبز یاشلر ټیم ګولونه په ۸مه دقیقه کې شکور الله کوهي او وحیدالله ترک اوغلو په په نهمه دقیقه کې ترسره کړل .

همدارنګه د آرین لوبډلې یوازینی ګول فضل احمد په ۵۴مه دقیقه کې وواهه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د فارياب د فوټبال په لوبغالي کې د باتور، استقلال، المار، تمدن، سرسبز ياشلر، تورپاختو، منتخب قيصار، اريا، بیرليک، آرين او پارسا لوبډلو ترمنځ پيل شوې او دوه مياشتې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS