پکتیا کې د پنځو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتيا ولايت د ورزش ریاست د واليبال فدراسيون سره په همغږۍ د څمکني، اريوب، ډنډ پټان، ميرزکۍ او احمدخېلو ولسواليو د ورزشکارانو ترمنځ د واليبال سيالۍ پیل شوې.
دغه سيالۍ چې د احمد خیل ولسوالۍ په سرسبز کلي کې پيل شوي په ۲۶ لوبډلو په کې برخه اخيستې ده.
د مسوولينو په وينا، د دغه سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ پيوستون او پکتیا کې د واليبال پياوړتيا ده.
