هرات کې د بایسکل ځغلولو لوبغاړو اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو ته يې سفر وکړ
هرات کې د بایسکل ځغلولو لوبغاړو اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو ته يې سفر وکړ
د هرات د بایسکل ځغلونې فدراسیون لوبغاړو د هرات ولایت شاوخوا ولسوالیو او سیمو ته سفرونه وکړل ترڅو ځوانان د بایسکل چلولو ته وهڅوي او د بایسکل ځغلولو کلتور ته وده ورکړي.
د هرات د بايسکل ځغلونې فدراسيون مشر سيد عبدالله فضلي وويل، د دې سفرونو موخه په ولسواليو کې د بايسکل ځغلونې فرهنګ ته وده ورکول دي.
د بایسکل ځغلوونکو ۱۲ کسیز ټیم د اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې ۲۴۵ کیلومتره همدا راز د دوندر ۱۵ کسیز ټیم د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې ۱۲۰ کیلومتره مزل وکړ.
بایسکل ځغلولو لوبه په نړۍ کې یو له خورا مشهورو لوبو څخه ده او د نورو ټرانسپورټي وسایطو پرځای د بایسکل کارول هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یو له مهمو ګامونو څخه شمیرل کیږي.
