په تخار ولایت کې د کونګفو سیالۍ ترسره شوې
د کونګفو سيالۍ د کم عمره، تنکيو ځوانانو او په بېلابېلو وزنونو کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو په ګډون د تخار ولايت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې.
د سیالیو په پای مراسمو کې د تخار ولایت د ورزش امر او د کونګفو د مینه والو ګډون کړی و، چې ګټونکو لوبغاړو ته یې جایزې ورکړې او ورزشکاران یې وهڅول.
