بارک اریانا فوټبال لوبډلي د هلمند فوټبال ۱۶ کلنو ګروپی سیالیو اتلولي خپله کړه

Afzal-af
Sat, Jun 04 2022 2:26 PM
بارک اریانا فوټبال لوبډلي د هلمند فوټبال ۱۶ کلنو ګروپی سیالیو اتلولي خپله کړه

د هلمند ولایت د فوټبال ۱۶ کلنو ګروپي سیالۍ پرون جمعه له دوه اونیو دوام وروسته د بارک اریانا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

د سیالیو پایلوبه د نوی یاران او بارک اریانا لوبډلو ترمنځ وه چې چې ۰-۰ مساوي شوه، وروسته بیا د پینالټي په وهلو ۴ د درۍ په توپیر بریا اریانا لوبډله بریا ته ورسېده.

په دې لوبو کې اتو لوبډلو ګډون کړی ۇ چې له منځه یې قدرت الله د غوره روزونکي، فیروز احمد غوره لوبغاړي ، عبدالعلي د ډیر ګول وهونکي، جلال د غوره مرکزي لوبغاړي، باسط د غوره ساتونکي لوبغاړي او مصطفی کاظمي د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شول.

دې لوبغاړو ته د فوټبال فدراسیون له لوري ډالۍ او کپونه ورکړل او د غوره اخلاق کپ عصمت لغماني لوبډلې ترلاسه کړ.

ددې سیالیو د پایلوبې مراسمو ته د هلمند یو شمېر ورزشي او ځایي ملکي مسۉولین او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS