سید روح الله موسوي افغان لوبغاړی د موی تای د نړیوالو سیالیو نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه
د نړیوالو سیالیو په څلورمه ورځ د افغانستان استازي سید روح الله موسوي د قزاقستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د موی تای فدراسیون د سرچینو پراساس موسوي به خپله دریمه لوبه کې د څپل ترکیي سیال په وړاندې لوبه وکړي.
د موی تای نړیوال جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي او دا لوبې د موی تای د شورا نړیوال فدراسیون (IFMA) تر نظارت لاندې د 81 هیوادونو څخه 600 لوبغاړو په ګډون د می په ۲۶ پیل او د جون په ۴ پای ته رسیږي.
د یادولو وړ ده چې سید روح الله موسوي د لوبغاړی په توګه او ښاغلي علي ظفر عاطفي د لوبڅار په توګه پدي لوبوکې د افغانستان استازیتوپ کوی .
