غزني؛ امید غزني د فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله.

Afzal-af
Mon, May 23 2022 2:04 PM
غزني؛ امید غزني د فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله.

د غزنی د فوټبال غوره لیګ چې دوه اونۍ وړاندې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی وه په کې د ازادۍ، امید غزني، صداقت، کاروان کوچي، جمعیت منګور، ده یک ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی وه د امید غزني په اتلولې پای ته ورسیدې.

امید غزني د ۴ بریا یوه مساوي د ۱۳ امتیازونو سره د دې سیالیو اتله او د ازادۍ لوبډلې د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړ.

د دې پړاو د غوره لوبغاړي لقب مبین شریفي او غوره ګول ساتونکی سمیر احمد فیضي وپیژندل شول.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره څېرو پیژندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

د لوبو په پای کې د غزني د ورزش امر حاجي بلال مجاهد او د غزني فوټبال فدراسیون رئیس شمس الدین اعظمي لوبغاړو ته کپ مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS