په هرات ولایت کې د بوکس سیالۍ ترسره شوې.

Afzal-af
Sun, May 22 2022 2:57 PM
په هرات ولایت کې د بوکس سیالۍ ترسره شوې.

په هرات ولایت کې د بوکس فدراسیون د استازولۍ له لوري د آينده جوړوونکي په نوم د بوکس سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې په ذولفقار جمنازیوم کې ترسره شوې د هرات ولایت د ورزش ریاست رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک او په هرات ولایت کې د بوکس فدراسیون استازولی مشر عبدالله فروتن، روزونکو او استادانو پکې ګډون کړی و.

دغه لوبې په ۱۰ وزنونو او د تنکیو ځوانان په یوه کټګوري د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ وې.

د هرات ولایت د ورزش ریاست مشر د بوکس برخې د لوبغاړو وړتیاوې وستایلې او زیاته یې کړه: د ورزش اداره د هر ورزشکار ده او د دوی په چوپړ کې ده. او دا زموږ مسولیت دی چې ستاسو د هڅونې په موخه د ښار په هره برخه کې په لوبو کې ګډون وکړو.

په هرات ولایت کې د بوکس فدراسیون د استازولۍ مشر عبدالله فروتن ددې لوبو موخه د غوره څېرو پېژندل او همدارنګه د هغوی ظرفیت لوړول وبلل.

در اخیر مسابقات برای ورزشکاران برتر حکم و مدال اهدا گردید.

د سیالیو په پای کې مخکښو او تکړه لوبغاړو ته ستاینلیکونه او کپونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS