خوست: دمرحوم انجینر نقیب الله سیال په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
Sun, May 22 2022 11:31 AM
خوست: دمرحوم انجینر نقیب الله سیال په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

دخوست ولایت ورزشي امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې د پنزایې کلي د ځوانانو له خوا د مرحوم انجینر نقیب الله سیال په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

هغه مراسم ،چې د همدې کلي د ځوانانو له خوا په همدې موخه په یاده سیمه کې نیول شوي وو، پکې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال ، دوالیبال فدراسیون نماینده زمري سیلاني ، پخوانیو لوبغاړو او د سیمې مشرانو برخه اخیستې وه.

د مراسمو په پیل کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال د خوست ولایت په ورزشي بهیر رڼا واچوله .

نوموړي وویل ،چې ستاسو برکت دی ،چې ورزش منظم او په ښه لوري روان دی او همدا وجه وه، چې خوست ولایت ورزشي امریت د خپلو ورزشي فعالیتونو پر اساس د افغانستان د څلور دېرش ولایتونو ترمنځ په ارزوونه کې لمړی مقام خپل کړ او د خوست اداره د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې د لوی رئیس انجینر نظرمحمد مطمئین له خوا وستایل شول .

له ویناوو وروسته لوبه پیل شوه ،چې د پیل لوبه د تڼیو د مرحوم انجینر نقیب سیال او فیضو مرکز ټیمونو ترمنځ وه، چې ډېره په زړه پورې لوبه ترسره شوه او په نتیجه کې لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېدله.

په یاد ټورنمنټ کې د خوست ولایت په کچه (۸) غوره لوبډلې ځاي پر ځای شوې ،چې دغه مسابقات به اووه ورځې وخت ونیسي .

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS