لغمان؛ مشه خیلو لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي خپل کړه

Afzal-af
Tue, May 17 2022 1:48 PM
لغمان؛ مشه خیلو لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي خپل کړه

دا لوبې د لغمان ولايت مرکز اړوند د باغ ميرزا په سيمه کې د باغ میرزا د ځوانانو او قومي مشرانو په نوښت د لغمان ولایت دبدني روزنې او ورزش امر صاحب الحاج مجیب الرحمن ''رحماني'' په هدایت جوړشوې وې چې موخه يې د ځوانانو يووالی, اتفاق, اتحاد او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وه.

په دې سیالیو کې ٢٢ ټیمونو په کې ګډون کړی وه چې تقريباً يوه اوونۍ يې دوام وکړ پای لوبې ته د باغ میرزا او مشه خیلو ټيمونو لاره موندلې وه د یاد ټورنمنټ لومړی مقام د مشه خیلو او دوهم مقام د باغ میرزا ټيمونو ترلاسه کړ.

د لوبو په پای کې دبدني روزنې او ورزش امریت په استازولي د لغمان ولايت د بدني روزنې عمومي سرترينر استاد سمسور ''افضلي'' ګډون درلود او ګټونکي ټيمونه او غوره لوبغاړي یي په کپونه او مډالونه وویشل.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS