غزني؛ په قره باغ ولسوالۍ کې د فوټبال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو

Afzal-af
Sat, May 14 2022 11:54 AM
غزني؛ په قره باغ ولسوالۍ کې د فوټبال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو

هغه مراسم چې په همدې موخه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د غزني والي الحاج مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر رئیس محمد الله احساس، محمد اعظم کوهي د فدراسیونونو آمر او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دغه لوبغالي په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي سوداګر حاجي عبدالصمد مياخېل له خوا د دوه ميليونه افغانيو په لګښت په درې جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

د پرانیستې په مراسمو کې د غزني والي مولوي اسحاق اخندزاده وویل: زه پر ټولو ورزشکارانو غږ کوم چې د ورزش پر مهال خپل لمونځونه هېر نه کړئ، ځکه د پنځه وخته لمونځونو ادا کول د دنیا او آخرت د سعادت لامل ګرځي.

محمدالله احساس د بدنې روزنې او ورزش د مقام د دفتر ریس د پرانیستلو په مراسمو کې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې زموږ د سوداګرو په منځ کې دا احساس شته چې خپله ځمکه د خدای د رضا او د ورزش د ودې لپاره وقف کوي او ځوانانو د نشه یی توکو څخه لرې ساتې.

هغه زياته کړه: د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټه تل د ورزشکارانو په خدمت کې ده او ورزشکارانو هوساینې لپاره له هیڅ ډول اسانتیاوو برابرولو څخه به ډډه ونه کړي.

د بدني روزنې او ورزش د مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې ورزشکارانو ته ویې ویل: د ولایتونو په مرکزونو کې سیالی په بریالیتوب سره ترسره شوې اوس محال د بدنې روزنې او ورزش ریاست رهبري هوډ لري چې په ټولو ولسوالیو کې بېلابېلې ورزشي سیالۍ ترسره کړي هغه زیاته کړه له نیکه مرغه دغه پروګرام له قره باغ ولسوالۍ پیل شو.

د غزني قره باغ ولسوالي د غزني سوېل لوېديځ ته په ۵۶ کيلومترۍ کې پرته ده او شاوخوا ۱۶۷ زره نفوس لري.

د دې لوبغالۍ د جوړیدو څخه ورزشکاران خوښ دي او وايي چې د دا ډول میدانونو په جوړېدو سره به په قره باغ کې ورزش ډیر زر وده ورکړي.

د یادولو وړ ده چې د دغو مراسمو به څنډه کې د مختلفو رشتو نیزه بازۍ، جمناسټیک، کورش سامبو، کراټې، ووشو او بایسکل ځغلونې په زړه پورې نندارې هم ترسره شوې.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS