د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ سیالیو پیل؛‌ میوند ساتونکو د پامیر لېجېنډز لوبډله په لومړۍ لوبه کې ماته کړه

Afzal-af
Mon, May 09 2022 1:07 PM
د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ سیالیو پیل؛‌ میوند ساتونکو د پامیر لېجېنډز لوبډله په لومړۍ لوبه کې ماته کړه

په خوست ولایت کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

ددې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون د میوند ساتونکو لوبډلې د پامیر سټرایکرز لوبډلې ته د د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پامیر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د میوند ساتونکو لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۴ منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په ځواب کې د پامیر لېجېنډز لوبډلې که څه هم ډېره ښه توپوهنه وکړه، سمیع الله شینواري او شاهدالله کمال نیمه سلیزې جوړې کړې، خو بیا یې هم په وروستیو اورونو کې خپلې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او په لسو منډو له ماتې سره مخ شول

د یادونې وړ ده، چې د روانو سیالیو په دویمه لوبه کې به د میوند ساتونکو لوبډله د راتلونکې سه شنبې په ورځ له هندوکش سټرایکرز لوبډلې سره مخ شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS