خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ تر نېمه پایلوبې ورسېد.

Afzal-af
Sat, Apr 23 2022 8:01 AM
خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ تر نېمه پایلوبې ورسېد.

د امین سیاحتي او توریستي شرکت په مالي ملاتړ جوړ شوی، خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ تر نیمه پایلوبې راورسېد.

د یاد لیګ په دویم کواټرفاینل کې افضلي کرکټ کلب په شپږو ویکټو د ورغه زلمي کلب له ماتې سره مخ کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

افضلي کلب د ورغه زلمیو له لوري ورکړل شوی د ۹۰ منډو هدف په شپږو ویکټو سره د اضغراتل ۴۲ منډو پر مټ ؛د لوبې اتم اوور کې ترلاسه او سیالي یې خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی اضغر اتل او زړه راښکونکی لوبغاړی بیا سلیمان قهرمان ونومول شو.

د کوارټرفاینل دویمه لوبه بیا د خوست لاینز او الفت کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره شوه.

خوست لاینز په پوره لس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره، د نصیب خان ۳۹ منډو پر مټ ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

رحمت الله ځدراڼ درې، محب زرمتي او نواز ځدراڼ بیا دوه دوه لوبغاړي د الفت کرکټ کلب په ګټه وسوځول.

ټاکلی هدف الفت کرکټ کلب د سیالۍ په اووم اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره، د رحمن الله ځدراڼ ۶۹ ناسوځېدلو منډو پرمټ ترلاسه او پدې سره یې د یاد لیګ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

.د لوبې غوره لوبغاړی رحمن الله ځدراڼ او زړه راښکونکی لوبغاړی بیا نصیب خان ځدراڼ ونومول شو

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS