د خوست رمضان لس اوریز لیګ پر نهمه ورځ الفت او ورغه زلمیان کرکټ کلبونو بریاوې خپلې کړې
د خوست ولایت رمضان لس اوریز کرکټ لیګ کې پرون الفت او ورغه زلمیانو کرکټ کلبونو خپل سیالان مات کړل.
لومړۍ لوبه چې د الفت او همکار کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره شوه، الفت کلب پکې د ۳۵ منډو په توپیر بری خپل کړ.
همکار کرکټ کلب د الفت کلب له لوري د ۱۴۱ منډو هدف ترلاسه نکړی شو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې
د نننۍ ورځې دوهمه لوبه کې بیا ورغه زلمیان کرکټ کلب بریا خپله کړه.
دوی د محمدخان ځدراڼ کلب ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه او د لومړي پړاو خوست رمضان لس اوریز لیګ ته یې لار پیدا کړه.
محمدخان ځدراڼ کرکټ کلب د ورغه زلمیانو له لوري د پوره سل منډو هدف پوره نکړ او لوبه یې د ۳۷ منډو په توپیر بایلوده.
