د زابل ولایت د فول رزم ورزشکارانو ستاینه
د زابل د ورزش امریت دوه تنه د فول رزم ورزشکاران چې په دې وروستیو کې یې په بلخ ولایت کې د ورزش په برخه کې لومړی مقام خپل کړی وو، وستایل.
د زابل ولايت د ورزشي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: په دې وروستيو کې ددغه ولايت د فول رزم ورزشکارانو د بلخ ولايت کې چې د نورو ولايتو ورزشکارانو هم په کې برخه اخيستې او په یادو سياليو کې يې زابل ته اتلولي ترلاسه کړې وه وستایل شول.
یادو لوبغاړو د زابل ولايت د ورزش له رياست څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: موږ به هڅه وکړو چې په بهرنيو سياليو کې خپل هېواد ته ښه اتلولۍ او لاسته راوړنې راوړو او له ټولو ځوانانو څخه مو غوښتنه ده چې ورزش د روغتيا او هوساینې ضامن دی او ورزش وکړي.
