کابل؛ د موی تای ملي فدراسیون دفتر پرانیستل شو
د موی تای ملي فدراسیون په کابل کې د بدني روزنې او ورزش په عمومي ریاست کې خپل مرکزي دفتر پرانیست.
د پرانېستې په مراسمو کې د موی تای د ملي فدراسیون رئیس مطیع الله نوري، د ورزشي فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي، مېلمنو او ورزشکارانو ګډون کړی و.
ښاغلي نوري د خپلې وینا په ترڅ کې له ټولو مېلمنو او ورزشکارانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د موی تای فدراسیون دفتر په دې برخه کې د ټولو ورزشکارانو کور دی.
هغه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له مشرانو وغوښتل چې دې ورزش پاملرنه وکړي.
