د تللي پلاوي تر څار لاندې د ایران مېشتو افغان ورزشکارانو تر منځ ټاکنې وشوې

Afzal-af
Sat, Mar 19 2022 12:43 PM
د تللي پلاوي تر څار لاندې د ایران مېشتو افغان ورزشکارانو تر منځ ټاکنې وشوې

د تللي پلاوي تر څار لاندې د ایران مېشتو افغان ورزشکارانو تر منځ ټاکنې وشوې

ایران هیواد کې د مېشت افغان لوبغاړو د ستونزو اورېدو په موخه د المپیک ملي کمېتې او ورزش ریاست له لوري یو پلاوی د کب میاشتې په پنځمه نېټه یاد هیواد ته لاړ هلته يې د ایراني اتباعو له عمومي رئيس، د افغانستان سفیر سره تر لیدو وروسته، د ورزشکارانو ستونزې واورېدې، د ملاتړ او همکارۍ ډاډ يې ورکړ او له ۴۳ کلونو وروسته يې د لومړي ځل له پاره د هغوی ترمنځ يې د نمائيند د ټاکلو له پاره ټاکنې وکړې او یاد پلاوی د کب میاشتې په ۲۶ نېټه بېرته هیواد ته راستون شو.

د بدني روزنې او ورزش ریاست مالي او اداري امر ناصر احمد زاخيلي په مشرۍ پلاوي کې جان علم حسني او دین محمد ساپی ایران کې لومړی د زون په کچه مشهد ولایت بیا تهران او سبزوار، نیشاپور، شېراز، یزد، مردشت او قُم ولایتونو کې افغان ورزشکارانو سره ناستې وکړې د هغوی ستونزې يې واورېدې د حل ژمنه يې ورکړه.

ایران کې مېشت افغانانو خپلې ستونزې له یاد پلاوي سره شریکې کړې چې عمده يې د ایران هیواد له لوري دوی ته د پاسپورټ او اقامې نه ورکول او همدارنګه غوره ورزشکارانو ته په ملي او نړۍوالو لوبو کې د افغانستان له ادرسه د لوبو د اجازې نه ورکول دي.

ایران کې د مېشت افغان ورزشکارانو په خبره هغه ورزشکاران چې ښه وړتیاوې لري د افغانستان له ادرسه په ملي او نړۍ والو لوبو کې ځای نه ورکول کېږي او ډېر کله د ایراني ورزشکارانو په نوم په نړۍوالو لوبو کې لوبول کېږي.

همدارنګه دا لومړی ځل دی چې وروسته له ۴۳ کلونو په ایران هیواد کې د ا.ا. په راتګ سره د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له لوري د افغان ورزشکارانو ترمنځ بریالۍ ټاکنې کېږي او هلته مېشت ورزشکاران خپل نمائنده ټاکي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له لوري د دې پلاوي له خوا د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د مېشت افغان ورزشکارانو د استازو ترمنځ ټاکنې وشوې چې د ورزش د هرې رشتې څخه په کې د نورو ورزشکارانو په استازیتوب یو-یو ورزشکار ګډون کړی و چې په ټولییز ډول يې شمېر ۶۹ تنه و.

د ټاکنو له پاره موسی خدادادي، خان علي هدایت او سید میر اقا سجادي نوماندان وو، د ټاکنو په ورځ د نهه شپېته ورزشکارانو له ډلې يې ۶۷ کسانو رايې ورکړې چې موسی خدادادي ۳۲، خان علي هدایت ۳۰ او سید میرا اقا سجادي ۱ رایه وګټله او موسي خدا دادي د ډېرو رایو په خپلو ولو ګټونکی اعلان شو.

ایران ته تللي پلاوي هلته مېشت افغان ورزشکارانو ته ژمنه ورکړه چې موږ به ستاسو له استعدادونو څخه په ملي او همدارنګه نړۍوالو لوبو کې ګټه اخلو، چې ښه بېلګه يې په فوتسال کې د قرغزستان هیواد په کوربه توب د فوتسال لوبې وې چې درې مهاجر لوبغاړي په کې ولوبېدل.

همدارنګه د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست څخه تللي پلاوي د ایران هیواد د ایراني اتباعو له عمومي رئيس سردار صادق رضايي سره هم ولیدل او هغه ورسره د ممکنه همکارۍ ژمنه ورکړه.

دغه راز د زاخيلي په مشرۍ پلاوي ایران مېشتو افغان ورزشکارانو ته د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له ادرسه د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه تاسو اوس يو ادرس پیدا کړ او موږ درسره هر ډول مادي او معنوي همکارۍ ته چمتو يو.

همدارنګه ایران کې افغان ورزشکارانو هم د هغوی ترمنځ په ټاکنو او د دوی د ستونزو په اورېدو سره خوښي څرګنده کړه او د ا.ا. څخه يې مننه وکړه چې دوی ته پام کوي او ژمنه يې وکړه چې د هیواد له پاره به د ویاړونو د لاسته راوړنې له پاره زیا باسي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS