دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د اميد نوين جام د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او خدير ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د يادې ولسوالۍ په شلغم سيمه کې له سنګ تخت بندر او خدير ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د اميد نوين جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې طلوع شلغم لوبډلې خپلې سيالې اميد مهدي لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او فوټسال ته وده ورکول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
