د هرات سرخپوشان د فوټبال غورهلیګ لومړی مقام نیولی دی

Afzal-af
Wed, Mar 16 2022 10:44 AM
د هرات سرخپوشان د فوټبال غورهلیګ لومړی مقام نیولی دی

د هرات لوبډله د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د فوټبال غورهلیګ په سر کې ځای نیولی دی.

د هرات لوبډله د هېواد د فوټبال غورهلیګ سیالیو د اتلولۍ ګټلو په تمه ده، چې تر اوسه یې د نهو لوبو په کولو سره ۳۲ نمرې ترلاسه کړي او د جدول په سر کې ځای لري.

د کابل استقلال لوبډله د ۱۸ نمرو او خدیم اف سي لوبډله د ۱۶ نمرو په لرلو سره د جدول په دویم او درېیم مقامونه کې ځای لري. همدارنګه د پروان لوبډلې په اوو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې او د جدول وروستي مقام ته غورځېدلې ده.

یادې سیالۍ د دولسو کلپونو تر منځ پیل شوې دي، چې څه موده وړاندې یې له فوټبال فدراسیون څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړی و.

دغه لوبې د روانې کب میاشتې په یوولسمه نېټه د کندهار ولایت په احمدشاهي لوبغالي کې پیل شوې دي او تر اوسه دوام لري.

د سرپل خدیم، د کابل استقلال، د هرات سرخپوشان، د فراه ابومسلم، د هلمند عصمت لغماني، د تخار مواجساحل، د خوست د کندهار عینو مېنه، د لغمان ځوانان، د پروان جبل السراج، د فاریاب خراسان او د کندز ځوانان هغه لوبډلې دي چې په دغو سیالیو کې لوبېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال غورهلیګ درې مخکني پړاوونه په کابل، بلخ او هرات کې شوي دي او اوس څلورم پړاو د کندهار په کوربهتوب روان دی، چې ۴۸ لوبې یې پاتې دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS