پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ سوپر وايدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې فيضي لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې سوپر وايدي لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سوپر وايدي لوبډلې ياد هدف د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
