پروان؛ شيخ علي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د غوربند ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په شيخ علي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد شينواري لوبډلې خپلې سيالې نمبر يک شيخ علي لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
