کندز کې د کورش لوبې پیل شوې
د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له ورزشي پلان سره سم په پام کې ده، چې د کورش ملي لوبډلې د غوراوي په موخه لوبې پیل شوې دي.
یادې لوبې د روانې کب میاشتې په ۲۴مه نېټه نېټه د کندز ولایت په کوربهتوب د دغه ولایت ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
د کندز ورزشي امریت د معلومات پر اساس؛ په دغو لوبو کې د کابل، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریان، سرپل او یوه لوبډله ایران کې د افغان کډوالو لوبغاړو ګډون کوي.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن د یوه پلاوي په ملتیا د ورزشکارانو د هڅونې او ملاتړ په موخه نن یاد ولایت ته روان شو.
د یادونې وړ ده، چې د یادو لوبو وروستۍ لړۍ سبا چهارشنبه کېږي او د هېواد ملي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
