پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنخ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د مددخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مددخېل لوبډلې د ۷ پر ۶ ګولونو په توپیر خپلې سیالې بالیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
