هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۸ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې طلايي ستورو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې احسان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
