کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Thu, Nov 26 2026 9:45 AM
کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال ميدان کې پيل شوې وې، د نور الرحمان ترخيل «الف» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سياليو پايلوبه د نور الرحمان ترخيل «الف» او اتفاق تره‌خيل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نور الرحمان تره‌خيل «الف» لوبډلې وکولی شول خپلې سیالې اتفاق ترخيل لوبډلې ته د ۲ - صفر ميدانو په توپير ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.

دغه راز په دې سياليو کې نور الرحمان ترخيل «الف» لوبډلې لومړی مقام، اتفاق تره‌خيل لوبډلې دويم مقام او اتحاد «ب» لوبډلې بیا درېيم مقام وګاټه.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه ترسره شوې، چې د پای په مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې مشاورينو، ورزشي مسوولینو، د واليبال ملي فدراسیون مالي او اداري مرستيال محمد عارف پيمان او ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې يې ۱۲ تنه د ساحلي واليبال ملي لوبډلې ته غوره شول او ترڅنګ يې مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او کپونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS