پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي خېلو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
