خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملي اماني لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې لکڼو ايوب خېلو لوبډلې خپلې سيالې ګربزو منتخبې لوبډلې ته د ۶-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
