بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخراولاقه اعلان شول، چې لومړی او دویم آخراولاقه سرور پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د سیالۍ ګټونکی شو.
