د فوټبال له ۱۵کلنو کم عمره ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

org_admin
Tue, Nov 03 2026 12:17 PM
د فوټبال له ۱۵کلنو کم عمره ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فیفا له ۱۵ کلنو کم عمره نړۍوال جام او جشنوارې کې د ۶ برياو، څلورو ماتو او د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د ۸۳م مقام له ترلاسه کولو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه او د مسوولينو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې رياست د رهبرۍ غړو، ورزشي مسوولینو او يو شمير د فوټبال مينه‌والو ګډون کړی و، چې مسوولینو لوبغاړي په نغدي ډاليو ونازول.

افغانستان فوټبال لوبډلې په يادو سياليو کې سيراليون، جيبوتي، سوډان، نيميبيا، هند، او کوربه اذربايجان لوبډلو ته ماتې ورکړې او د ترکيې، روسيې، تايلينډ او هنګري لوبډلو پر وړاندې يې ماتي وخوړي، چې په پايله کې يې د ۱۸۹ ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ ۸۳م مقام او د اسيا په کچه ۱۳م مقام خپل کړ.

د ويلو ده، چې یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د آذربایجان هېواد په کوربتوب د د اکتوبر میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰مې نېټې ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS