بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت هه کلدار ولسوالۍ کې د ٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د بلاروس مبلايل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې بلاروس مبلایل لوبډلې خپلې سیالې آریغ آیاق لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ والیبال لوبو ته د ودې په موخه وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
