کابل کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د طبما ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي او د طبما ملي فدراسيون رهبري او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي د ورزشکارانو په نيکو اخلاقو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په اسلام کې پر جسمي پياوړتيا ټينګار شوی او له جسمي پياوړتيا سره ايماني، حيا او ديني قوت هم ضرورت دی، تر څو هم په دنيا او اخرت کې کاميابي ولرو.
په يادو سياليو کې د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۲۵ کيلو ګرام څخه تر ۱۱۰ کيلو ګرام پورې په وزني کټګوريو کې او همدارنګه په طبما پيکار، طبما توان، طبما سلام، طبما ريشه او په طبما مبارزات خياباني سبکونو کې ترسره شي.
د طبما ملي فدراسيون د مسوولينو په وينا دې سياليو کې ورزشکارانو په قوي ارادې او چمتوالي سره ګډون کړی دی، چې په پايله کې به يې له ۲۸۰ ورزشکارانو څخه ۸۰ تنه د طبما ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
