کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې لومړی آخرلاق عبدالحکیم پهلوان او دویم بیا حفیظ الله پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
