زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نقيب الله او ګلبدين کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ګلبدين کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه واکو کېک بوکسينگ سبک ته وده ورکول او خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
