خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کنډیو صحرا سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمل زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شمل زلمیو لوبډلې له خپلو ۱۲۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې لکڼ منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
