خوست کې د والیبال لوبو پرانېسته وشوه

Afzal-af
Sat, Mar 05 2022 9:19 AM
خوست کې د والیبال لوبو پرانېسته وشوه

خوست ولایت ته د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوي د سفر په اوږدو کې نن تر غرمې وروسته په یاد ولایت کې د سویل زون د والیبال اتلولۍ لوبو پرانېسته وکړه.

په دغو لوبو کې شپږ لوبډلې ګډون لري، چې په دوه ګروپونو کې به د کب میاشتې تر اتلسمې نېټې یادې لوبې روانې وي.

په دغو لوبډلو کې پکتیا، لوګر، غزني، پکتیکا او دوه د خوست لوبډلې شاملې دي او د یادو لوبو موخه د والیبال ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د والیبال پرانېست غونډه کې د تللي پلاوي تر څنګ د خوست والي محمد نبي عمري، د خوست د ورزش مسوولینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه‌والو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د خوست والي ښاغلي عمري وویل؛ اوس ټولو تر روښانه شوه چې اسلامي امارت د ورزش او تعلیم مخالف نه، بلکې تر هر چا کلک ملاتړی دی.

نوموړي همدارنګه ورزش د هر مسلمان لپاره اړین او ګټور یاد کړ او په دغه ولایت کې یې د ورزش او ورزشکارانو د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عمري خوستۍ لوبډلې سره ژمنه وکړه، چې د اتلولي په ګټلو سره ځانګړې ډالۍ ورکوي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس انجینر نظرمحمد مطمئن خوښي وښوده، چې پخوا خوست یو ناامنه ولایت و، خو اوس پکې د امن بستر خور دی او ورزشکاران په ډاډه زړه او ارامه فضا کې ورزش کوي.

ښاغلي مطمئن د ورزشکارانو او ورزشي مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې حلېږي. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به داسې لا ډېرو لوبو کېدو ته زمینه برابره کړي.

د خوست ورزشي مسوولینو له مرکز څخه ورغلي پلاوي ته د خپلو کارونو راپور وړاندې کړ او پلاوي سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې. همدارنګه پخپلو خبرو کې د یو جمنازیوم د جوړېدو غوښتونکي شول.

د والیبال فدراسیون رییس یاده کړه، چې دا لومړی ځل د سویل زون والیبال لوبې په خوست کې کېږي او دا د ورزش ادارې د ملاتړ ښکارندویي کوي. نوموړی د ورزش ادارې د مشرتابه له ملاتړه خوښي وښوده.

یاده دې وي، چې خوست ولایت کې د والیبال پیلېدونکې لوبې د سویل زون د اتلولۍ سیالۍ دي، چې سږکال په خوست ولایت کې کېږي او پینځه ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS