سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې قا.ري عبدالله احمد لوبډلې خپلې سيالې قندهاريا لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
