بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ اتلسم پړاو سيالۍ وشوې

org_admin
Sat, Oct 17 2026 5:12 PM
بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ اتلسم پړاو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د هېواد له ۱۳ ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ اتلسم پړاو سيالۍ وشوې.

د افغانستان د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د مسوولينو په وينا دغه سيالۍ د کيک بوکسينګ ورزش ته د ودې ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د بېلابېلو ولايتونو ورزشکارانو ته د سياليو زمينه برابرول و.

د دغو سياليو په پايله کې د بلخ ولايت لومړی، کندز دويم او سمنګان ولايت بیا درېيم مقام خپل کړ.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

دغه سيالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د هېواد په کچه د ورزشي لوبو جوړول د سالمو سياليو د پیاوړتیا، د نویو استعدادونو د موندنې او په بېلابېلو ورزشي څانګو کې د لوبغاړو د تخنيکي کچې د لوړولو څخه ګڼل کېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS