بلخ ته د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوي سفر
د بدني روزنې او ورزش ریاست یو پلاوي بلخ ولایت ته ورسېد، چې هلته به څو ورځې تېرې کړي.
په دغه پلاوي کې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري، د سلاکار بورډ رییس محمدګل بابکرخېل او المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د فدراسیونونو رییس محمداعظم کوهي شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوي به بلخ ولایت ته د خپل سفر په اوږدو کې د بلخ ولایت ورزشي کلپونه او ځایونه وویني او وارزوي.
بلخ ولایت ته د یاد پلاوي د سفر موخه په دغه ولایت کې د ورزشکارانو او فدراسیونو د ستونزو اورېدل، ارزول او د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول یاد شوي دي.
یاده دې وي، چې بلخ ولایت د ورزش له ډګره یو پرمختللی او فعال ولایت دی، چې ډېر وزشکاران لري او د هېواد لپاره یې ګڼ ویاړونه راوړي دي.
