مطمئین؛ د هر ډول فساد پر وړاندې جدي یم

Afzal-af
Wed, Mar 02 2022 8:32 AM
مطمئین؛ د هر ډول فساد پر وړاندې جدي یم

کابل کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له لوري ولایتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې درې ورځنی سمینار ورکړل شو.

یاد سمینار چې د شنبې په ورځ پیل شوی و، د هیواد د ټولو ولایتونو ورزشي مسؤلینو په کې ګډون کړی و، نن یادو مسؤلینو ته د سندونو په ورکړې پای ته ورسېد.

په دې سمینار کې ولایتي مسؤلینو ته په اداري، ورزشي او همدارنګه بېلابېلو نورو برخو کې د ظرفیت لوړونې به برخه کې روزنیز سمینار ورکړل شو.

د دې سمینار د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس نظر محمد مطمئین وویل: د هر ډول فساد پر وړاندې جدي یم او په خبره یې هر ډول حساب ورکولو ته تیار یم او له ټولو مسؤلینو د حساب غوښتنکی هم یم.

ښاغلي مطمئین ولایتي مسؤلسینو ته په خطاب کې وویل: هڅه وکړئ ورزشکارانو ته په فکري او شعوري ډول د وطندوستۍ احساس ورکړئ.

نوموړي زیاته کړه: په ګډه به هڅه کوو چې ورزش خلکو ته داسې ور ورپېژنو چې دلته د قوم پرستۍ او سمت پالنې په نوم کوم څه نشته او ټول یو موټی یو او په ګډه د هیواد له پاره کار کوو.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس ولایتي مسؤلینو او ورزشکارانو ته یو ځل بیا د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه او زیاته یې کړه د هر ډول ممکنه همکارۍ په برخه کې به ځان نه درېغوي.

نوموړي پر ولایتي مسؤلینو غږ وکړ چې د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې د ورزش په برخه کې بېلابېلې ناستې درلودې چې د هغوی به لوري هم ورته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شوی.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش مرستیال باور هوتک وویل: هغه کړنې چې په تېرو شلو کلنو کې یې زموږ ورزش ټکنی کړی و باید جدي پام ورته وشي او بیا تکرار نه شي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه: د کارونو د لا ښه پراختیا او پرمختګ له پاره دې د ولایتو په کچه د فدراسیونو تر منځ همانګي او همغږي رامنځته شي.

نوموړي همدارنګه وویل: د ورزشکارانو له پاره به داسې چانس برابرو چې د ولایتونو لوبغاړي به په فدراسیونو او ملي لوبډلو کې ځایونه خپلوي.

یاده دې وي چې دا سمینار درې ورځې وړاندې پیل شوی و او د المپیک ملپ کمېټې او ورزش مسؤلین ژمنه کوي چې په راتلونکي کې به هم ورته پروګرامونه جوړوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS