لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو د ٢٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې لغمان لومړی، ننګرهار دویم او کونړ بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د سالم رقابت په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
