خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند لټکو سیمه کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قمر سر اجمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې قمر سر اجمل لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې فارم باغ غفار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
