ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمال ناصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جمال ناصر لوبډلې د ٣ پر صفر میړانونو په توپیر خپلې سیالې شریف الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
