د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د ولایتونو له استازو سره وکتل

Afzal-af
Mon, Feb 28 2022 12:37 PM
د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د ولایتونو له استازو سره وکتل

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن نن سهار په خپل د کار په دفتر کې د ولایتونو د ورزش له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي مطمئن په کابل کې د ورزش علمي او ښوونیز سمینار ته د ولایاتو استازو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د ورزش مسوولین د سولې او ارامۍ په فضا کې سره راټول شوي دي.

نظرمحمد مطمئن په ولایتونو کې د ورزش مسوولینو ته د وینا پر مهال وویل چې د ورزش مرکزي اداره ستاسو ټولې چارې ارزوي او د ځنډ او غفلت په صورت کې به له قانون سره سم له تاسو چلند کوي.

په هغو ولایتونو کې چې تاسو د ورزش ریاست مسؤل او استازی یاست، په مرکز او ولایتونو کې باید د ورزشکارانو لپاره ټول امکانات په کار واچول شي او ورزشي جمنازیومونه باید د ورزشکارانو په واک کې وي او د شخصي استفادې لپاره باید ونه کارول شي.

ښاغلي مطمئن ولایتي سفرونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري په پلان کې لري، چې ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي او په ولایتونو کې د ورزش وضعیت وارزوي هغه زياته کړه، چې ټول ولايت دې له پلان سره سم خپل کاري پلان ترتيب کړي او له شته بوديجې څخه ورزشي پروګرامونه ترسره کړي تر څو د یادې بودجې څخه په وخت استفاده وشي. او سپارښتنه یې و کړه چې ټول ورزشي پروګرامونه د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د پوهنې ریاست په همغږي کې ترسره شي .

د ورزشکار د حق ترلاسه کول زموږ د ټولو دیني او وجداني دنده ده او باید د دې حق د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړو، د ټولو خیالي ورزشکارانو چې په عصریه کې شامل دي مخنیوی وشي او د ورزشکارانو چې عصریې کې شامل وي یو جدول چمتو کړئ او مرکز ته یې واستوئ. په دې کار سره به خیالي ورزشکاران له اصلي لوبغاړو څخه جلا کیږي او د دوی عصریې پیسې به اجرا کیږي.

ښاغلي مطمئن د ولایتونو په ټولو ورزشي استازو غږ وکړ چې د ورزشي فدراسیونونو سره مستقیم تماس ولري او د هغوی ټول پروګرامونه او فعالیتونه د رسنیو له لارې منعکس کړي.

د غوندې په وروستیو کې د المپیک ملي کمیټې او ورزش رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن په ولایاتو کې د ورزش له مسؤلینو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو ټولو ستونزو ته به پاملرنه وشي او هر هغه ستونزه چې د ورزشکارانو په لاره کې خنډ وي باید حل شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS