خوست: په موسی خېلو کې کې هم د ولسوالۍ په کچه ټورنامینټ پیل شو.

Afzal-af
Mon, Feb 28 2022 10:43 AM
خوست: په موسی خېلو کې کې هم د ولسوالۍ په کچه ټورنامینټ پیل شو.

د خوست ولایت کرکټ پرمختیایي ادارې مشرتابه او غړو ددې ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د کرکټ لوبو پرانېسته وکړه.

د پرانېستې په یادو مراسمو کې د خوست کرکټ ادارې مشرتابه او غړو ترڅنګ د موسی خېلو ولسوالۍ مشرانو، ځوانانو او د کرکټ لوبغاړو برخه درلوده.

د خوست کرکټ ادارې پرمختیایي مدیر احسان ولي مسرور د موسی خېلو ولسوالۍ له درنو مشرانو مننه وکړه، چې د کرکټ په وده او پراختیا کې خپل رغنده رول ادا کوي او پدې برخه کې د ولایتي کرکټ ادارې سره همکارۍ ته ژمن دي.

ښاغلي مسرور د یادې ولسوالۍ کرکټ لوبغاړو ته د لازمې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

په ورته وخت کې د موسی خېلو ولسوالۍ ځوانانو له لوري د خوست کرکټ ادارې مشرتابه او غړي؛ پدې ولایت کې؛ کرکټ ته د غوره چوپړ پر اساس په معنوي ډالیو (ستاینلیکونو) ونازول شول.

د موسی خېلو ولسوالۍ په سطحه یاد پیل شوي ټورنامینټ کې، ټولې اته لوبډلې شتون لري، چې نېږدې سل لوبغاړي پکې د لوبېدو په موخه راټول شويدي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS