سرپل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ملکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ملکزي لوبډلې له خپل ۱۶۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سرپل هیرو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
