خوست کې د والیبال سیالیو کې صبریو لوبډلې بریا خپله کړه
د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ مربوط خاني کلي کې د همدې کلي د ځوانانو له خوا جوړ شویده چې مالي لګښت یې مجاهد داستان کوي.
دغه ټورنمینټ ، چې د خوست ولایت مربوط له مختلفو ولسوالیو او مرکز اړوند 30 لوبډلو برخه اخیستي.
د یادو سیالیو له جملې څخه نن ورځ د یعقوبیو صبریو منتخب ټیم او د منګسو امان الله ټیم ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د خوندورې لوبې وروسته لوبه د یعقوبیو صبریو منتخب ټیم په ګټه پای ته ورسېده.
د یادولو وړده، چې په دې ورستیو کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې دمختلفو ورزشي رشتو مسابقات ترسره کیږي.
