له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Thu, Sep 24 2026 5:41 PM
له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې جاده یي سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ له کابل څخه تر ننګرهار پورې په ١۵۰ کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نقیب الله توتاخېل لومړی، شریف الله معصومي دویم او دلاورشاه رحماني بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو فري سټایل سبک به سبا د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS